امنیت

وسله والو طالبانو دبې وزلو کورنيو دمرستې موادو ته اور واچاوه .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
وسله والوطالبانو دهغو کومکي موادو ته چې دهلال احمر  دادارې له خوا  دهلمند ولايت دکجکي  ولسوالۍ له خلکو سره مرسته شوي وو تيره شپه اور واچاوه . 
دکجکي   ولسوالۍ سيمه ئيز مقامات  وايي چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ  مواصلاتي لارې وتړلې  چې  دسيمې اوسيدونکي او امنيتي منسوبين دخوراکي توکو له کمښت سره مخامخ  شي .
دکجکي  ولسوال ملا عبدالرازق  دباختراژانس خبريال ته وويل  طالبانو هغو کومکي  موادو ته  چې دهلال احمر له خوا ددغې ولسوالۍ  خلکو ته ليږل شوي و په کشته  سيمه کې  اور واچاوه .
ده زياته کړه په هغې سيمه کې چې دغو توکو ته پکې اور  واچول شو زياتې بې وزلې کورنۍ استوګنه لري .
  عبدالرازق  وويل چې طالبانو يوازې دمرستې  موادو ته اور اچولى دى او ليږدونکو  وسايطو ته تاوان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته