امنیت

شپږویشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
شپږویشت وسله وال طالبان په روزګان کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د خاص روزګان، دهراوود او چارچینو ولسوالیو او د ترینکوټ ښار په مربوطاتوکې د پوځيانو پر پوستو د یرغل په وخت کې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ پر امنیتي پوستو د طالبانو د یرغل په وخت کې ځمکني او هوايي قواوو لاس په کار شول او پر هغوی بریدونه وکړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوخيانو د روزګان په ګڼ مېشتو لاروکې د ۲۰ ماینونو او بمونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته