سیاستTOPروغتیا

جمهوررییس غني: د حکومت رهبري د کروناویروس له دویمې څپې سره مبارزې ته دوامداره پاملرنه لري

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام د عامې روغتیا وزارت له یو شمېر ولایتي رییسانو سره په ناسته کې د کروناویروس دویمې څپې د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په پیل کې جمهوررییس غني وویل: غواړم دکروناویروس له دویمې څپې سره مبارزې ته د چمتووالي په اړه د کرونا ویروس له لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو په اړه ستاسې وړاندیزونه واورم.
وروسته د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح د کروناویروس لومړۍ څپې مهارولو په برخه کې د حکومت د رهبرۍ د بریالیتوبونو او مدیریتي ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررییس لومړي مرستیال پر لازیاتې همغږۍ، د افغانانو پرمټ د کروناویروس مدیریت او روغتونونو د منابعو ستونزې پر حل ټینګار وکړ ویې ویل: د کرونا ویروس خپرېدو دویم پړاوو کې باید د مدیریت په برخه کې زیات وځلېږو. هغه زیاته کړه، ستاسې غوښتنې به د امکاناتو مطابق عملي شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر محمدجواد عثماني وویل: په دې وروستیو کې مې د ننګونو او ستونزو د حل په موخه ۲۱ ولایتي سفرونه لرل. په یو شمېر روغتونونو کې تغییرات راغلي او خلکو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې زیات اقدامات شوي دي.
ورپسې د شمال زون په استازیتوب د فاریاب د عامې روغتیا رییس محمدنعیم مصمم، د ختیځ زون په استازیتوب د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیراحمد دراني، د سویل زون په استازیتوب د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهرشاه نېک مل، د مرکز زون په استازیتوب د بامیانو د عامې روغتیا رییس علي اقا ناصري، د سویل لویدیځ زون په استازیتوب د کندهار د عامې روغتیا رئیس طاووس نادري، د شمال ختیځ زون په استازیتوب د کندز د عامې روغتیا رئیس احسان الله فضلي او هیواد د لویدیځ زون په استازیتوب د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا خبرې وکړې.
دوی د روغتونونو د تجهیز، د هغو موسسو ترمنځ د همغږۍ چې د ولایتونو په سطحه د کرونا ویروس مبارزې په برخه کې همکاري لري، د همغږۍ د بېلابېلو کمېټو د ایجاد، د اکسیجن تولیدونکو دستګاوو د کمبود، د کرونا روغتونونو د ظرفیت لوړولو، د امبولانس د کمبود، په روغتونونو کې د کرونا د درملنې بسترونو کمبود، په لرې پرتو او صعب العبوره ولسوالیو کې د کمو امکاناتو او د معیاري روغتونونو د کمبود په برخو کې د کرونا ویروس لومړۍ څپې څخه د زده شویو درسونو په پام کې نیولو سره خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
وروسته د افغانستان طبي شورا عمومې رییسې ډاکټر نسرین اوریاخېل د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو له همکارۍ د مننې پر مهال، د عامې روغتیا وزارت د نوې پالیسۍ د ترتیب، په روغتونونو کې د ښځېنه قشر د درملنې برخې د زیاتوالي، د ډاکټرانو د راجسترولو، فامیلي پلانونو، د خوراکي توکو او درملو د مصئونیت او مسلکي ارزونې په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ځینو ستونزو پر حل له هغې جملې د اعطا آمرینو د صلاحیتونو پر مشخصولو، د مادي سرچینو پر تخصیص، د تخنیکي وسایلو پر چمتووالي، په ټولو ولایتونو کې د بسترونو پر زیاتولو، د مخکېنیو امتیازاتو پر اجرااتو، د بشري سرچینو پر زیاتولو، د صعب العبوره سیمو تعریف او دوی ته د منابعو پر تخصیص، د معیاري ودانیو د زیاتولو لپاره پر غوښتنې، د لابراتوارونو د کمبود رفع کولو، د ولایتونو په سطحه د تدارکاتو چټکتیا او د بېروکراسۍ اسانه کولو، د بودجې د مهلت تمدید چې مخکې ورکول شوی او د بنسټونو پر همغږۍ، تغییر، تعدیل او جوړښت پر اصلاح ټینګار وکړ.
جمهوررییس غني د دوی د نظریاتو، غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د روغتیا برخې مسوولینو او پرسونل څخه چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري د مننې پر مهال وویل: د افغانستان روغتیایی نظام باید د یوه بدن په توګه عمل وکړي، اوسنی جوړښت تغییراتو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شو د کرونا ویروس دویمې څپې بحران او نورو بحرانونو مخنیوی وکړو.
جمهوررییس پر دې په ټینګار چې د حکومت رهبري کرونا ویروس سره د مبارزې برخې ته دوامداره پاملرنه لري وویل: عامې روغتیا وزارت باید د هر ولایت لپاره خپله واضح لار نقشه او عمومي پلان ترتیب او عاجلې اړتیاوې او حل لارې دې مشخصې کړي.
جمهوررییس غني په ټول افغانستان کې د اړیکو او مدیریت ابعاد او د روغتیا سیستم اصول مهم وبلل او د کرونا ویروس دویمې څپې سره د مبارزې په برخه کې یي پر ملي او سرتاسري انسجام او لازیاتې همغږۍ، د نجیبه حلقې پر ایجاد او د تخنیکي او مدیریتي ظرفیتونو پر تفکیک ټینګار وکړ.
هغه وویل: یو شمېر شرکتونه دې وي چې د درملو د کیفیت د کنترول ضمانت وکړي، درمل دې له بااعتباره منابعو وارد شي، درملتونونه دې معیاري او پر هر درمل باید د هغه بیه ولیکل شي، د نخسو ډول دې وڅارل شي او د درملو په برخه کې دې پانګونه وشي.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې چې د روغتیا سیستم باید د پانګونې لامل شي وویل: په روغتونونو کې د بسترونو زیاتول دې د اړتیا پر بنسټ ترسره شي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته