ټولنه

د فارياب خلکو له پوځيانو ملاتړ څرګند کړ

کابل /دکب ١٧مه / باختر :
د فارياب  يوشمېر اوسېدونکو پرون په ميمنې ښار کې په يوه غونډه کې  د امنيت په تامينولو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستايلې او له پوځيانو څخه يې خپل ملاتړاعلام کړ .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال فيض الله چغتايي دخبرله مخې، دغوخلکو په څو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو په پيل سره په ميمنې ښار کې په يوه پراخه  غونډ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونوملاتړ وکړ او د جګړې او وينې توييدنې د بندولو په خاطر يې د دغو ځواکونو رول مثبت وباله او له پوځيانو سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
دغو خلکو له طالبانو وغوښتل چې د جګړې او ورور وژنې څخه دې لاس واخلي او د هېواد په ابادولو کې دې برخه واخلي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته