فيض آباد / د سلواغې١٨مه/ باختر
د بدخشان د نسي لپاره د طالبانو د ولسوال مرستيال له دوو افرادو سره يې پرون په دغه ولايت کې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شو.
د٢١٧پامير قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل: د بدخشان د نسي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستيال عمري له دوو ساتوونکو سره يې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شو.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې د طالبانو يو سيمه ييز سر ګروپ نسيم ټپي شوى دى.
پاى ذ