واشنګتن وي او اې باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
يو سخت ژمنى توپان له هغه وروسته چې دامريکا لويديځې سيمې وځپلې دامريکا دشمال ختيځو ايالتونو په لور روان دى .
د پنجشنبې په ورځ دنيوانګلند ايالت په ځينو سيمو کې ددغه توپان په باب خبر دارى ورکړ شوي و .
دنيويارک دسيمه ييزې ادارې يو مسوول کومو ځانګړى حالت اعلام کړى دى
او دهادسن درې د لارې دتړلو لارښوونه يې کړې ده .
ددغې سيمې هوايې ډګرونو په سلګونه الوتنې لغوه کړې دي.
اټکل کيږي دامريکا په شمال ختيځ کې دحرارت درجه منفي شلو ته رسيدلې ده .
دهوا پوهنې درپوټونو له مخې ، دنوي کال له لومړي ورځې څخه تراوسه پورې دشيکاګو ايالت په شمال کې ٤٥ ساتنې واوره اوريدلې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ