امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى :دملي اردو اودنړيوالو ځواکونوترمنځ همکاري دوام لري

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي دټولې  ترکچې پوري دافغان اونړيوالو ځواکونو ګډ عمليات بند شوي دي  خو دغه همکاري په لوړه کچه دوام لري.
دباختراژانس د خبرله مخې : دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي  چې نن يي په يو ګډ خبري  غونډه کې خبري کولي څرګنده کړه  اوس دټولي په کچه دافغان اونړيوالو  ځواکونو ګډ عمليات بند شوي دي . خو دغه عمليات اوس دکنډک ، لوا  او قول اردو په کچه دوام لري .
دملي دفاع وزارت ددغه مقام څرگندونې په  داسي حال کې کېږي چې  پخوا دناټوله خوا خبر خپور شوي و چې ګني دوي له افغان امنيتي مرکزونوسره  خپل ګډ فعاليتونه بند کړي دي. خو جنرال عظيمي ټينګار کوي چې دغه همکاري دوام لري . خودامنيتي مسووليتونو دليږدونې په چوکاټ کې اوس يوازي دټولې  په کچه ګډعمليات بند شوي دي . خو دغه همکاري داردو په لوړه کچه اوپه نورو برخو لکه ملاتړيزو او لوژستيکې برخو کې دوام لري .
دملي دفاع وزارت ويندوى  افغانانو ته په پړاويز ډول دامنيتي مسووليتونو دليږدونې هرکلي وکړ  چې کولاي شي  له افغان امنيتي مرکزونوسره ددندو  په ترسره کولو کې مرسته وکړي.
په دي خبري کنفرانس کې په جنرال عظيمي سربيره دکورنيو چارو وزارت ويندوي صديق صديقي ، د چارو داداري اودوزيرانو شورا ددارلانشا دلوي رياست ويندوى  رفيع فردوس  اودبهرنيو چارو وزارت دويندوى مرستيال  فرامرز تمنا هم ګډون کړي وو.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي په دې خبري  غونډه کې  په هيواد کې وروستۍ پوځي انکشافاتو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل  دنورستان ولايت  په کامديش ولسوالۍ  د وسله والو مخالفينو وروستۍ بريد   ديو متقاعد پاکستاني جنرال ميريوسف له خوا اجراکېده .
ده وويل  په دې بريد کې پنځلس تنه پاکستانيان او نور بهرنيان وژل شوي دي  او امنيتي ځواکونه په نورستان کې  له ښه موقعيت څخه برخمن دي .
دچارو داداري ويندوى  رفيع فردوس په دې خبري غونډه کې دلسو ولايتونو دمشرتابه په کچه وروستۍ بدلونونه دښه  حکومت والي په لاره کې يو بل ګام وباله  چې ددولتي مرکزونو دپياوړتيا په مقصد  ترسره شوي دي .
ده له يو ولايت څخه بل ولايت ته دوالي بدلون دهغوى له تجربو څخه استفاده وبلله  اوديوشمير نورو واليانوله کار څخه يې دکارکوونکو اوکارپوهو اشخاصو په توګه دفاع وکړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته