کابل / د چنګاښ ۴ مه / باختر
د پروان پوليسو پرون په دغه ولايت کې ٢٨ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل.
د پروان د سېدخيلو ولسوال محمد لمرعثمانيار باختر آژانس ته وويل چې د سېدخيلو ولسوالۍ پوليسو له ثانيه سوز پليټونو سره يې ٢٨ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي د دغې ولسوالۍ د انچوى کلي د قلعه جنګل له ساحې څخه په عملياتوکې کشف او ترلاسه کړل.
هغه زياته کړه چې تراوسه د يادو چاودېدونکو توکو د ساتلو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذ