ټولنه

دپوليسو له خوا د بهسودو دپله دجوړولو دشرکت دمسوولانو نيول کيدل .

-جلال اباد  باختر د تلې  ديارلسمه :
دپيمانکار شرکت  چارواکي  چې دننګرهار ولايت  دبهسودو پل يې  جوړ کړى دى ، دامنيتي مامورانو له خوا ونيول شول .
دننګرهار والي  له هغه وروسته  ددغو چارواکودنيولو امر وکړ چې دبهسودو پله  دجوړولودکارپه بې کيفت والي نيوکو  زور واخست .
  دهغو تصويرونوله مخې ، چې دننګرهار ولايت دبهسودو دپله په باب  په ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي دي  دغه پل  دهغه له جوړيدو څخه  يواځي دڅو مياشتو په تيريدو سره  په قسمي ډول ويجاړ شوى دى  .
دننګرهار والي  ګلاب منګل  دپيمانکار شرکت  له چارواکو سره  دبهسودو پله  دجوړولو دکار او کيفيت  څرنګوالي  څيړلې ده او وروسته يې  ددغو چارواکو دنيولو امر کړى دى .
دننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياني  باختراژانس ته وويل  چې په دې برخه کې څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته