امنیت

دوه تنه جعلکاران په قندهار کې ونيول شول

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دوه تنه  دجعلکارۍ په تور په قندهار ولايت کې دملي امنيت دمنسوبينوله خوا ونيول شول.
په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې يې  جعلي تذکرې او دکار جواز ليکونه جوړ ول   او دغه جواز ليکونه يې  دپيسو په بدل کې پلورل.
دقندهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ؛    چې دغه دوه تنه جعلکاران دملي امنيت دمنسوبينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي  چې نيول شويو کسانو دپيسو په بدل کې دجعلي تذکرو او دکار دجوازليکونو په برابرولو لاس پورې کاوه.
ويل کيږي له نيول شويو کسانو څخه څو جعلي تذکرې هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته