امنیت

٨٥ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول

کابل باختر دتلي اتمه :
دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ٨٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په تيرو  ٢٤ ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  ١٧ پلان شوي ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات، ١٠٩ خاصې کوماندويي  دندې او  ٩ هوايي ګوزارونه ددښمن په ځالو دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړي دي او دغه راز هوايي ځواکونو  ٧٨ الوتنې دملي اردو دځواکونو په ملاتړ  ترسره کړل چې له امله يې  ٨٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي   اووه تنه ټپيان او ددوو مشکوکوکسانو په ګډون  ٢٥ تنه نور نيول شوي دي .
دغه عمليات دملي اردو دځواکونوله خوا دقندهار ، نيمروز ، هلمند ، ننګرهار ، روزګان ، غزني ، فارياب ، هرات ، بغلان ، لوګر ، کندز او دسرپل  په ولايتونوکې  دښه امنيت او ټيکاو  دتامينولو په موخه  ترسره شوي دي او پراخې ساحې ددښمن له شتون څخه پاکې شوي دي .
  په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شوي او ددښمن  څو پټنځي دړې وړې شوي دي .    ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته