اقتصاد

ديوسلو اويا تنو سوداګرو ښځو دتوليدي صنايعو نندارتون په کابل کې جوړ شو .

کابل باختر دوري نولسمه :
دسوداګرو ښځو لپاره دلاجوردو دلارې دکاروان دايمي نندارتون نن دکابل ښار دبريکوټ په ساحه کې دبريښنا شرکت  رياست ته مخامخ پرانستل شو .
ددې کاروان مسوول حاجي حفيظ الله قل باختراژانس ته وويل چې ددې نندارتون په پنځه ويشتو غرفو کې  يوسلو اويا تنو ښځو خپل لاسي  صنايع  چې جامې ، خوراکي توکي او دهغوى نور لاسي صنايع  پکې شته نندارې ته وړاندې کړې دي
دغه غرفې  همدااوس ديوتن  ترکمن  سوداګر حفيظ الله قل له خوا په وړيا ډول ددريو مياشتو لپاره دښځو په واک کې ورکړى شوي دي .
دچارو دادارې دلوى رياست دولايتي چارو رييس روح الله احمدزي ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  وويل هغه اتلې ښځې چې له يوې خوا خپل بچيان دهېواد ددفاع په لاره کې له لاسه  ورکوي او له بلې  خوا دخپل اقتصاد او په خپلو پښو دهېواد دريدو لپاره هڅه کوي دقدر وړدي .
ده دغه رازژمنه وکړه چې دسوداګرو او صنعتکارو ښځو د حالت دښه والي لپاره به هيڅ راز هڅې  ونه سپموي .
  يوه ښځه  بصيره وايي چې له دوو کلونوراپديخوا يې خپل لاسي صنايع له پنځلسو تنو نورو ښځو سره په څه دپاسه شلوکورنيو نندارتونونو ، دريو بهرنيو نندارتونونو او په دوو ولايتي نندارتونونوکې نندارې ته وړاندې کړي دي .
دې وويل چې زياته ګټه يې له هغه نندارتونو څخه چې په روان کال کې په بادام باغ کې  جوړشوى و او په پنجشير ولايت کې له يوه نندارتون څخه ترلاسه کړې ده
له بلې خوا هم دغه ښځې ددغو غرفو دوخت دتمديد غوښتنه کوي .
ديادونې وړ ده چې دغه کاروان په نږدې راتلونکې کې دلاجوردو  تګلوري ته څيرمه له پرتو هېوادونو څخه تيرېږي او دښځو لاسي صنايع  به په دغو هېوادونوکې نندارې ته وړاندې کړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته