خبرونهورزش

په ننګرهار کې د ۷ ولسوالیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د ننګرهار د کرکټ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د اوو ولسوالیو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د یاد ولایت د کرکټ مسوول ضیاء الرحمن قریشي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ ځایي کرکټ لوبغالي کې د اوو منتخبو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوريزه سيالۍ پيل شوې.

هغه زیاته کړه چې يادې سیالۍ به یوه میاشت  دوام وکړي او د رودات، کوټ، بټي کوټ، مومندرې، کامه، ګوشتې ولسوالیو او د کابل کمپ ښارګوټي لوبډلې ګډون کړي.

قریشي وویل، چې دغه سيالۍ د ولسوالیو کرکټ او لوبغاړو د لا پرمختګ او د دوی ترمنځ د کرکټ اړیکو لا پراخولو په موخه پيل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بټي کوټ لوبډلې د مومندرې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته