ورزش

پيترآندرسون د افغانستان دکرکټ د اکاډمى سرښوونکى شو

کابل باختر د کب شلمه :
آستراليايي تبعه پيترآندرسون د افغانستان دکرکټ د اکاډمى سرښوونکى شو.
دغه مشهور سرښوونکي ټاکل شوې ده تر يوې مياشتې پورې کابل ته راشي او په رسمي ډول د هيواد دکرکټ د يواځنى اکاډمي د لارښوونې مسووليت په غاړه واخلي.
دافغانستان دکرکټ بوردمسوول ډاکتر نور محمد مراد د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې هيله وکړه چې دپيترآندرسون په شان د مجرب سرښوونکى په شتون سره په افغانستان کې دکرکټ ورزش زياته وده وکړي.
پيترآندرسون د آستراليا او نوې ګينه په ګډون په سترو ټيمونوکې د ښوونکي توب تجربه لري.
څه ناڅه ديرش کاله کيږي چې دى دکرکټ  په نړۍ کې د بريالي ښوونکي په توګه کارکوي .
د افغانستان دکرکټ اکاډمى د سرښوونکي په توګه د پيترآندرسون  د معرفي کولو مراسم به پوره څلور ديرش  ورځې وروسته په کابل کې پرځاى شي.
تراوسه پورې ددغه سرښوونکى د قرارداد څرنګوالى او د ده داحتمالي معاش اندازه نه ده اعلام شوې. ويل شوي دي چې دغه مشهور سرښوونکى به دافغانستان دکرکټ دتنکيو ځوانانو او دلويانو دملي ټيمونودغړو په روزنه کې هم کار وکړي .
دافغانستان دکرکت بورد د مسوول دڅرګندونو له مخې: ددغه استراليايي سرښوونکى تجربه کولاى شي د هيواد دکرکټ ملي ټيمونه له پخوا زيات پياوړي کړي .
پيترآندرسون ټيک په داسې وخت کې دافغانستان د کرکټ اکاډمي د لارښوونې  مسووليت په غاړه واخيست چې دهيواد دکرکټ لوبغاړي دکرکټ په نړيوالو سياليوکې دګډون لپاره تيارى نيسي. په هغو سياليوکې چې تر څو مياشتو پورې به داستراليا په کوربه توب  ترسره شي.
د افغانستان دکرکټ بورد مسوولين دغه راز هيله لري چې په دغه مجرب سرښوونکي سره وکولاى شي دهيواد دکرکټ د ملي ټيمونو استعدادونه پياوړي کړي او دغه ورزشي څانګه د خلکو ترمنځ بنسټيزه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته