امنیت

په کونړ کې ۲۷ کیلو ګرامه آپین ترلاسه شول

کابل/ د وري ۱۰ مه/ باختر
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پلټنو پر مهال له یوې سراچې موټر څخه ۲۷ کیلو ګرامه آپین ترلاسه شول.
د سرکاڼو ولسوال سید زیور شاه پاچا د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو د لېږد په تړاو یو تن هم نیول شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته