سیاست

د رای ورکوونکو د بایو مټریک وسایلو د برابرولو او تدارک قرارداد منظور شو

کابل باختر د تلې د مياشتې ۹ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون تېر ماښام په ارګ کې ۲۱ تدارکاتي مورده وارزول او د ۵.۳۷ میلیون افغانیو په ارزښت یې۱۹ پروژې منظور کړې.
• د احصایې او مالوماتو ملي ادارې اړوند د رای ورکوونکود مالوماتو د راټولولو بایومټرک سیستم او وسایلو د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد ؛
• د افغانستان د برښنا شرکت اړوند د کاسا۱۰۰۰ پروژې لپاره د څارنې مشورتي کمپنۍ د استخدام د ورکړې قرارداد؛
• د جمهوري ریاست د عملیاتي او حمایوي واحد د مالي او اداري ریاست اړوند د دارالامان ماڼۍ د اساسي ترمیم پروژې د ورکړې قرارداد؛
• د انرژی او اوبو وزارت اړوند د کندز ولایت د ارچي او شهروان کانال د جوړولو او بیارغونې پروژې د ورکړې قرارداد؛
• د پایتخت زون خپلواکې ادارې اړوند د میدان ښار د لوژستیکي پارک د ساحې د سړکونو د جوړولو او هوارولو پروژې د ورکړې قرارداد؛
• د ۲.۵ کیلو متر په اوږدوالي د کابل سيند د یوې برخې د پاکولوپروژې د ورکړې قرارداد؛
• د ۱.۷ کیلومترو په اوږدوالي د خوشحال خان مېنې د ج برخې د سرکونو د جوړولو پروژې د ورکړې قرارداد؛
• د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د لومړۍ برخې د ترمیماتي چارو د پروژې د ورکړې قرارداد؛
• د کورنیو چارو وزارت د نوې امنیتي قرارګاه د تحکیماتي چارو د پروژې د ورکړې قرارداد.
غونډې د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ او د ملي دفاع وزارت اړوند د اجناسو د ساتنې او مراقبت د برابرولو او تدارک قراردادونو د ورکړې د منظوري غوښتنه ردکړه او پرېکړه وشوه چې د دغو پروژو قراردادونه دې د جمهوري ریاست د عملیاتي او حمایوي واحدمالي او اداري ریاست له خوا مخته یووړل شي او بنایي تصدۍ دغه پروژه تطبیق کړي.
په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو لارښوونو د تحقق راپور او د ځینو پروژو د تعدیل غوښتنه وارزول شوه چې په پایله کې لاندې موارد تصویب شول.
• د مچلغو بند د ډیزاین او جوړولو پروژې د ورکړې قرارداد
• د ګبیوني پروژو د تطبیقي طرحې (  د مالیې وزارت په موافقه د اړتیا وړ بودجې د برابرولو لارښوونه وشوه)
• د تالقان ښار د ۵۱.۱ کیلو مترپه اوږدوالي دسړکونو د کار د پاتې برخې د قرارداد ورکړه، د ۲۶.۲۷ کیلو متر په اوږدوالي له ینګي قلعه څخه تر چاه آب ولسوالۍ پورې د سړک د قیرکولو او له چغچران څخه تر ګردندیوال پورې د سړک د جوړولو پروژه منظور شوه
• د کاري میاشتې د بدلون وړاندیزپه دقیقه نېټه پیل او د قرارداد ختم د بودجې د اصولو مطابق، د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ د شباشک سړک د جوړولو پروژه او د قیصار لامان حلقوي سرک د پروژې د حقوقي چارو د مخته وړلو په خاطر د حقوقي بنسټ د استخدام د قرارداد د تعدیل منظوری.
• د تدارکاتي اسنادو د پړاونو د بشپړولو په برخه کې د پولي صلاحیت په اړه د کابل ښاروالۍ د غوښتنې منظوري.
کمېسیون د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو د ریاست د تصدیق پروژې راپور د تمدید وړ ونه باله او پرېکړه یې وکړه چې یا دې په خپله او یا د آسان خدمت له لارې اقدام وکړي.  د مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې اړینه بودجه برابره کړي او همدراز د دغې پروژې پر موثریت او ارزونې ټینګار وشو.
غونډې د کابل د ۱۳مې ناحیې د عرفاني سړک د ډیزاین اوجوړولو غوښتنه منظور کړه او کابل ښاروالۍ ته یې لارښونه وکړه چې د دغې پروژې د جوړولو د تدارکاتو بهیرد مقیدې داوطلبۍ له لارې ډیر ژر ترسره کړي.
په دې غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته