امنیت

درې ويشت تنه وسله وال طالبان په پوځي عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  ددريو قوماندانانو په ګډون درې ويشت تنه وسله وال طالبان تيره شپه دروزګان ولايت  په مرکز  ترينکوت کې دپوځي عملياتوپه بهير کې ووژل شول .
دروزګان ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي دباختر اژانس خبريال ته وويل دغه عمليات  له دوو ورځو راپديخوا دافغان امنيتي ځواکونو له خوا د  سرنتخلو  ،  دوراهي ، او د وانو  په ساحو کې  پيل شوي دي  چې  له امله يې  دوسله والو طالبانو دډلې ددريو قوماندانانو په ګډون  ددرې ويشتو تنو وسله والو طالبانو  په وژل کيدو سربيره دهغوى يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
سرحدي زياته کړه چې ددغو عملياتوپه بهير کې  دپوليسو يوسرتيري شهيد او دوه تنه نور  پوليسان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته