سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم دهند جمهوريت دملي شورا له سلاکار سره وکتل

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
   دجمهوري رياست لومړۍ مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دهند جمهوريت دملي امنيت دشورا له سلاکار  شيوشنګر مينون او له ملګري هيئت سره يې  په کتنه کې  هند دافغانستان دخلکو دوست او مرستندوى  هيواد وباله او ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستي او دمتقابلو همکاريو په دوام باندې يې ټينګار وکړ .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته دصدارت  په ماڼۍ کې  ترسره شوه دجمهوري رياست  لومړۍ مرستيال وويل چې زموږ له خلکو او هيواد سره  دهند جمهوريت مرستې ډيرې ګټورې او فوق العاد ه دي او دهيواد د اقتصادي حالاتو په ښه والې کې رغنده دي .
دجمهوري رياست لومړۍ مرستيال ددې ټکې په يادونې سره چې دهند او افغانستان اړيکې تاريخي جرړې لري زياته کړه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي او فرهنګي همکاريو زياتوالې او داړيکو ټينګښت د سيمي له ثبات سره مرسته کوي .
دهند جمهوريت دملي امنيت دشورا سلاکار ښاغلي شيوشنګر مينون هم ددغه ټکې په يادونې سره چې هند او افغانستان دتاريخ په اوږدو کې هراړخيز پيوندونه  او جرړې لري وويل چې دهند جمهوريت په افغانستان کې دسولې او ثبات دټينګښت ملاتړ کوي او باور لري چې دسيمې ثبات يا دهغه دخلکو دژوندانه دښه والې سبب هم کيږي .
  ده زياته کړه چې دهند جمهوريت دافغانستان له خلکو سره خپلې اقتصادي اوفرهنګي همکاري  زياتوي  .
  په دې کتنه کې په کابل کې  دهندوستان جمهوريت لوى سفير هم حاضر و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته