کابل، د غبرګولي ۱۷ مه، باختر
د نیمروز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۴ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر الحاج مولوي محمد الدین مخلص باخترآژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو دغه کسان په زرنج ښار کې د یو لړعملیاتو په بهیرکې نیولي دي.
هغه وویل چې د دغه افرادو دوسيې د پولیسو له تحقیقاتو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل کېږي.
ع