-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو له سفير جان بس سره وکتل.
دبهرنيوجارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې دسولې دتامينولو ، دافغانستان ددولت او دطالبانودډلې ترمنځ دمستقيمو خبرو ، دجمهوري رياست دراتلوونکو انتخاباتو او دسيمه ئيزو مسئلو په باب خبرې وکړې .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ