سیاست

جمهور رئیس غني د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ مرکز پرانیست

کابل_باختر_ د غويي د مياشتې ٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ مرکز پرانیست.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ رئیس تورنجنرال غلام سخي د دغه مرکز د دندو، تاریخچې او د وسله وال پوځ د ارګانونو ترمنځ د لاښې همغږۍ په را منځته کولوکې د دغه مرکز د اهمیت په باب خبرې وکړې.
د غوڅ ماموریت لوی قوماندان جنرال کمپبل د هېواد په کچه، د اطلاعاتو د همغږۍ، د پوځي ماموریتونو د تنظیم او رهبري کولولپاره د ملي امنیت شورا په چوکاټ کې د همغږۍ د دغه مرکز پرانیستل یوه مهمه اړتیا وبلله، ويې ویل چې له دغه مرکز څخه په استفادې سره به د افغانستان د امنیتي ادارو ترمنځ په کشفي او امنیتي چاروکې قوي همغږۍ او په چاروکې لا ښه سمون رامنځته شي.
وروسته د افغانستان جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني په دغه مرکزکې د قوماندې له ځانګړې خونې څخه چې په پرمختللې ټکنالوژۍ سبماله ده، د یو شمېر ساحوي قول اردوګانو له قوماندانانو سره، په داسې حال کې چې د ځینو ولایتونو سرپرستان هم حاضر وو، د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا د اطلاعاتو د همغږۍ په مرکزکې دغه ځانګړې خونه د هېواد د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان له خوا په ځانګړو شرایطوکې د پوځي عملیاتو د رهبري کولو لپاره جوړه شوې ده.
د قول اردو قوماندانانو جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته د دوی د مسوولیت په سیموکې د امنیتي حالت او پوځي عملیاتو د څرنګوالي په باب معلومات ورکړل، ډاډ یې څرګند کړ چې منسوبان یې په لوړ محاربوي مورال سره له هېواد او د افغانستان له خلکو څخه ساتنه کوي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د خلکو د امنیت په ساتنه کې د وسله وال پوځ د منسوبانو دندې او مسوولیتونه مهم وبلل، د هغوی سرښندنې یې وستایلې او د چارو د لا ښه تنظیم او له پرسونل څخه د ښې څارنې او پالنې لپاره یې د قول اردو قوماندانانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دغو مراسموکې د ملی امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیرجنرال نورالحق علومي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، لوی درستیز ستر جنرال شېرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست متین بیګ، د وسله وال پوځ یو شمېر لوړ رتبه افسرانو او د ملي امنیت د مشاوریت ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته