کابل، د غوایی ۲۳ مه، باختر
خوست کې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د عامې روغتیا په ریاست کې د انسینېټور ماشین نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر شیراګل ځدران د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ماشین په واسطه د بېلا بېلو ناروغیو لکه، HIV, HBS, HCV او توبرکلوز مضره توکي چې روغتیا ته زیان رسوي سوځول کېږي او د خطرناکو ناروغیو د خپرېدو مخه نیسي.
نوموړي د روغتیا ساتنې په برخه کې د یاد ماشین نصب کېدل یې مهمه لاسته راوړنه وبلله.