امنیت

په پکتيکا کې د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

ښرنه باختر د مرغومې ١٩ مه
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د يوه ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.
چارواکي وايي چې،نن له غرمې وروسته يو تن ځانمرګى بريدګر هدف ته له رسېدو مخکې په ټپي حالت کې ونيول شو.
د پکتيکا د ملي امنيت يوې باوري سرچينې د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې،دغه ځانمرګي پلان درلود چې،د دغه ولايت د ولايتي ادارې مخې ته چاودنه وکړي.
سرچينه زياتوي چې،ځانمرګى بريدګر هدف ته له رسېدو مخکې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو او په ټپي حالت کې ژوندى ونيول شو.
په همدې حال کې د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عظيم هاشمي هم د پېښې پخلى کوي او زياتوي چې په دغه پېښه کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته