سیاست

اجرائيه رئيس: د بلوڅو د ستونزو په حل کې اساسي اقدامات کوو

کابل_باختر د غويي د مياشتې٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله پرون د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د بلوڅو د شورا له غړو سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د بلوڅو شورا خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په دولتي جوړښتونو کې د بلوڅو له کدرونو څخه ګټه اخستنه، بلوڅانو ته د څښاک او کرنې د اوبو برابرول، روغتیايي او پوهنیز مرکزونه، په کندهار پوهنتون کې د بلوڅي ژبې د دیپارتمنت بېرته فعالول، بلوڅانو ته د تحصیلي بورسونو ورکړه او نورې هغه غوښتنې وې، چې د بلوڅو شورا له اجرائيه رئيس سره مطرح کړې.
د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې بلوڅان د قربانۍ او له هېواد نه د دفاع په لاره کې په لومړۍ لیکه کې شتون لري او له نظام نه د ملاتړ په برخه کې د هغوی هڅې د ستایلو دي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې په نظام کې د بلوڅو د ونډې په اړه به ډېر ژر د حکومت رهبري اقدامات وکړي او هم به د بلوڅو د اوبو، امنیت، تحصیلي او روغتیايي ستونزو د حل لپاره اساسي ګامونه واخلي.
اجرائيه رئیس وویل، چې په برېښنايي تذکرو کې هر افغان حق لري چې په خپله خوښه خپل قوم مشخص کړي او هیڅوک په چا د تحمیل او جبر صلاحیت نه لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته