قلات باخترد زمري د میاشتې ۲۳ مه
د زابل ولايت د مرکز قلات په ګډون په ټولو واحدونو کې يو سلو پنځه څلويښت زرو ماشومانو ته د کوزڼ د ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه د واکسيناسيون درې ورځنی کمپاین پيل شو.
د زابل ولايت د عامې روغتيا رېیس ډاکټر لعل محمد توخي باختر اژانس ته وویل چې په دې دوره کې به د مرکز قلات په ګډون په ټولو ولسواليو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسين شي.
توخي د سيمو له مشرانو څخه هيله وکړه چې د واکسيناسيون له رضا کارانو سره د واکسين په تطبیق کې همکاري وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ