امنیت

دپنجشير دوالي دساتوونکو له خوا ديوه خبريال ډبول .

کابل باختر د زمرى  دريمه :
يو افغان خبريال  ادعاکوي چې دپنجشير دوالي  دساتوونکو له خوا  ډبول شوى دى
شکر الله مشعل  چې په پنجشير ولايت کې ملي ټلويزيون ته کار کوي وايي  چې پرون  دپنجشير دوالي  مولانا عبدالرحمن کبيري ساتوونکو په ده بريد کړى  او دى يې  ډبولى دى .
مشعل دباختراژانس خبريال ته وويل،  ددغې ډبونې  انګيزه په ښکاره دهغه رپوټ  برابرول و چې ده دخلکو دستونزو دلرې کولو په برخه کې  دسيمه ئيزو مسوولينو  د بي کفايتي په باب  خپور کړى دى .
  مشعل  په پنجشير ولايت کې  درسانه يي کار فضا له انديښنو ډکه بولى خو وايي  چې دى  به  تر هيڅ راز شرايطو لاندې  دحقايقو له منعکس کولو څخه ډډه ونه کړي
خو دپنجشير والي  مولانا عبدالرحمن کبيري  دده دساتوونکو  له خوا ددغه خبريال ډبول ردوى او وايي چې دى د دموکراسي او دبيان دازادي په اصل عقيده لري  او په دقيقه توګه  دخبريالانو له خوا  دخبرونو دخپرولو ملاتړکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته