ټولنه

په کندزکې دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کندز باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
دولس تنه ډار اچوونکي د کندز ولايت په مرکز او اقتاش ولسوالۍ کې ووژل شول.
دغه ډار اچوونکي د حضرت سلطان، چپرمه، ملاسردار او ورته په ساحو او د کندز ولايت د اقتاش او خان آباد د ولسواليو په مربوطاتوکې د طالبانو په پټنځيو  د هوايي بريدونو له امله وژل شوي دي.
په دغو عملياتوکې دغه راز د يوه قوماندان په ګډون ١٩ تنه نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې  ٦ ماينونه کشف او او وچول شول او د دښمن  قراګاروې، پټنځايونه، تجهيزات  او واسطې هم له منځه تللې دي.
ديوبل خبرله مخې:
د ملي اردو ځواکونو د دښمن يو ماين چې د سمنګانو ولايت د کوز دره صوف ولسوالۍ د چلپه مزار په لاره کې ښخ کړاى شوى و، شنډ کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته