کابل باختر د کب د مياشتې ۱ نېټه
د نشه يي توکو او مسکراتو پرخلاف د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتداييه او استيناف محکمو، ٤٥ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو د جرمونو په تور له ١٣ مياشتو تر ١٨ کلونو بند په سزا محکوم کړل .
د مسکراتو او نشه يي توکوپرخلاف دعدلي اوقضايي مرکز وياند خالد موحد نن په خبروکې د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان څه موده مخکې د نشه يي توکو د قاچاقو د ٢٥ پېښو په اړوند د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه د پوليسو له خوا ونيول شول چې د١٤٣٨کيلوګرامو نشه يي توکي، څه دپاسه ٧٨کيلوګرامو کيميايي توکي او د ١٢٤ ليتر الکولي مشروبات د هېواد په مرکز او بهرکې درلودل.
موحد وويل: دغه کسان د تيرې اوونۍ په بهيرکې د دغه مرکز د ابتداييه او استيناف محکمو له خوا په مجازاتو محکوم شوي دي .
ختم_ شکريه _ اکرم