سیاست

جمهور رئیس غني د پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردو په جومات کې د وروستیو شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس محمداشرف غني او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي نن له غرمې مخکې د ۲۰۳ تندر قول اردو په جومات کې د پکتیا له مشرانو او د شهیدانو له ورثې سره د وروستیو شهیدانو روح ته د دعا او د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د فاتحې د مراسمو ټولو ګډونوالو د خدای تعالی په دربارکې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ښې روغتیا او د دوی کورنیو ته د جمیل صبر دعا وکړه او د یادې تروریستي پېښې له امله یې د پکتیا مشرانو او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه.
نیازمحمد حقجو د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب جمهور رئیس او ورسره لوړ پوړي دولتي پلاوي ته د ښه راغلاست د ويلو پر مهال د هغوی له غمشریکۍ څخه مننه وکړه. هغه وړاندیز وکړ چې د ګردېز پر امنیې قومندانۍ شوی تروریستي برید دې په هر اړخېزه توګه وڅېړل شي او د شهیدانو کورنیو ته دې د استوګنې لپاره ځمکه ورکړل شي.
جمهور رئیس غني د وروستیو تروریستي پېښو له امله ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول پکتیاوالو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، څنګه چې پکتیاوالو تل له هېوادوالو سره غمشریکي کړې، نو نن د پکتیا پر غم هم ټول هېوادوال غمجن دي او له له تاسو سره ځان شریک بولي.
جمهور رئیس غني وویل، نن به د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د مرستې یوه بسته ورکړل شي او په نږدې راتلونکي کې به د شهیدانو مستحقو کورنیو ته ځمکې ووېشل شي او د راتلونکي کال بودجه کې هم د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي موضوع زه په خپله هره اوونۍ له مسوولینو سره تعقیبوم، ځکه چې موږ د شهیدانو د سرښندنو پوروړي یوو او د دوی کورنیو ته رسیدګي زموږ له مسوولیتونو څخه ده.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان دښمنانو که زموږ یو شمېر هېوادوال او زړور امنیتي سرتېري شهیدان کړل، نو دوی په حقیقت کې سیاسي ځان وژنه هم وکړه او لویه پکتیا په یوه غږ ورته وایي چې نه مو منو، ځکه ستاسو کړنې نه د مسلمان دي او نه هم د انسان.
جمهور رئیس غني وویل: د پکتیا او ګردېز ښار د امنیت د تامین لپاره مې ځانګړې لارښوونې کړې، خو په دې برخه کې د ولس ونډه او رول خاص ارزښت لري. هغه په پای کې یو ځل بیا د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه.#
پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته