ټولنه

په زابل کې يو ديني عالم د غلچکي برید ښکار شو

قلات باختر د لیندۍ د میاشتې ۲۸ مه
د زابل ولایت په مرکز قلات ښارکې پرون يو ديني عالم د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویل چې د ملا منګل په نامه يو ديني عالم د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوی دی.
ده زیاته کړه چې د وژل شوي ديني عالم د وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې، خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي ترڅو قاتلان يې ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته