کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د عامې روغتيا وزارت د خپرونو رييس محمد اسماعيل کاووسي وايي: د هغې چاودنې له امله چې د مکروريانونو په مربوطاتوکې ترسره شوه؛ درې تنه شهيدان او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي .
ده چې د وزير محمد اکبرخان له روغتون څخه د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل: تر اوسه پورې د دغې ځانمرګي پيښې له امله درې تنه شهيدان او پنځلس تنه ټپيان د وزير محمداکبر خان روغتون ته ليږدول شوي دي.
ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې بريد ځانمرګى و او بريد کوونکى د سترې محکمې په مامورينو بريدکړى دى .
تر اوسه پورې د پوليسو مقاماتو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ