ښوونه او روزنه

سږ کال د کانکور په ازموينه کې ٦٨٥٠ سيټه نجونو ته ځانګړي شوي دي

کابل باختر د کب د مياشتې ١٥ مه
د لوړو زده کړو وزارت د مارچ د اتمې ( د ښځو د نړیوالې ورځې) د رارسېدو په تړاو نن  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس جوړ کړ.
د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې:
د لوړو زده کړو وزارت ویاندې، عارفې پیکار په دغه خبري کنفرانس کې وویل، لوړو زده کړو ته د ښځو لاسرسی په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هغوی د فعاله ګډون لپاره بستر برابروي.
مېرمن پیکار په ۱۳۹۶ کال کې په اکاډمیکو بنسټونو کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا په موخه د لوړو زده کړو لاسته راړونې په لاندې ډول بیان کړې:
١_ دولتي پوهنتونونو کې د ۴۴۶۶۳ او خصوصي پوهنتونونو کې د ۴۳۸۱۳ ښځینه محصلینو جذبول.
٢_د هڅونې د پالیسۍ له مخې د محصلینو د تګ او راتګ د آسانتیا په موخه د ۲۵  کاسټرونو موټرو وېش، چې مجموعي لګښت یې څلور میلیونه او شپږ سوه زره افغانۍ کېږي.
٣_ له هیواد څخه بهر د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره د ۳۲۱ مېرمنو معرفي کول.
د هیواد په د ننه کې د ماسټرۍ زده کړو ته د ۷۱۳ مېرمنو لار موندنه.
٤_۱۲۰۰۰ محصلینو ته د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون او له ښځو څخه د دولت د ملاتړ پالیسیو په برخه کې د زده کړو ورکول.
٥_ لوړو زده کړو وزارت کې د ټولنیز انډول یا جندر ستراتېژۍ جوړول
٦_  د نجونو لپاره د هیواد په دولسو ولایتونو کې د زده کړې پر آسانتاوو سمبال د ۱۶ مجهزو معیاري لیلیوو چمتو کول
٧_د مرکز په ټولو پوهنتونونو کې معیاري وړکتونونه جوړ شوي او په راتلونکي کال کې ټول پوهنتونونه د وړکتونونو په جوړولو مکلف کول
د لوړو زده کړو وزارت په راتلونکي کال کې د ښځو لپاره لاندې پروګرامونه په پام کې لري:
١_ د ګډون پر معمول بهیر سربېره ۶۸۵۰ سېټه، د سږ کال په کانکور آزموینه کې د نجونو لپاره ځانګړي کول.
٢_ په بامیانو، کونړ، بادغیس، هلمند او تخار ولایتونو کې د نجونو لپاره د پنځو معیاري لیلیوو جوړول، چې د جوړولو چارې به یې د راتلونکي کال تر نیمایي پورې بشپړې شي.
٣_ په راتلونکي کال کې د جلالتمآبې لومړنۍ مېرمنې له خوا د ښځو د لومړني نړیوال پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل.
٤_ د نوي تحصیلي کال په پلېدو سره کابل پوهنتون کې د تبعیض، جنسي ازار او ځورونې د مخنیوي پالیسۍ پلي کول 
٥_ په کابل پوهنتون کې د ښځو اړوند موضوعاتو د علمي څېړنې په موخه د ښځو د مطالعاتو د مرکز را منځته کول
٦_ د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې د ښځو د مطالعاتو او جندر په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول.پاى _ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته