کابل باختر دورې دمياشتې ٤ :
دکاپيساولايت دمرکز په مربوطاتوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله نږدې زر جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
دغو سيلاوونو دکاپيسا ولايت د هروکي په سيمه او د محمودراقي ښار په مربوطاتو کې دنږدې زر جريبه کرنيزې ځمکې په ويجاړولو سربېره د استوګنې شلو کورونو ته هم په قسمي ډول زيان اړولى دى .
دکاپيسا د والي ويندوى قيس قادري نن دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سيلاوونه دکوهبند ولسوالۍ له مربوطاتو څخه راوتلي دي او د هروکي د سيمې او د محمود راقي ښار خلکو ته يې زيات تاوانونه اړولي دي .
قادري زياته کړه چې تراوسه پورې هيڅ مرستندوى مرکز ددغو سيلاوونوله زيانمنو شويوکورنيو سره مرسته نه ده کړې.
4 د یوې دقیقې څخه لږ