سیاست

دبهرنيو چارو وزير دافغانستان لپاره دبلا روس له نا استوګن سفير سره وکتل .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن غرمه دخپل کار په دفتر کې دافغانستان لپاره د بلا روس له نا استوګن سفير او لګ ايوانوف سره دپيژند ګلوي کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس خبرته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې دواړ لورو دهغوزياتو فرصتونو په باب چې دافغانستان او بلاروس ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا لپاره برابر دى .
او په بيلابيلو برخو کې د دواړو هيوادونو دهمکاريو د زمينو دلټولو او څيړنې په مقصد د دوه اړخيز تجارتي، اقتصادي کميسيون دجوړولو په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته