ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۱۴مه / باختر
د ننګرهار په فارم هډه کې له ۴۸۳ اړو کورنيو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه مرستې “سرف افغانستان” موسسې برابرې کړې وې چې د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ پر ٤٨٣ اړو او مستحقو کورنيو ووېشل شوې.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ یوه روغتیايي کڅوړه، یوه بورۍ اوړه، ۵ لیتره غوړي، یوه بورۍ وریجې، ۷ کیلو لوبیا، یوه کیلو مالګه او دوه کمپلې ووېشل شوې.
تر دې وړاندې هم یادې موسسې د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په هڅو له اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته