امنیت

په فارياب کې په امنيتي پوستې دطالبانو ناکام بريد .

کابل باختر د لړم پنځه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې په يوه نښته کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان  پرون سهار په قيصار ولسوالۍ کې  هغه وخت ووژل شول  چې په يوه امنيتي پوستې بريد وکړ .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل دغه وسله وال طالبان په قيصار ولسوالۍ کې دامنيتي  ځواکونو په يوه پوستې  دبريد په وخت کې ووژل شول .
ويل  کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى  اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته