امنیت

شپيته تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه :
  افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ عمليات  ترسره کړل چې له امله يې دپنځو تنو داعشيانو په ګډون شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اتلس تنه نور ټپيان شول او دوه تنه داعشيان ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې چې دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، غزني ، پکتيکا ، قندهار ، روزګان ، فارياب او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول دروزګان ولايت دمرکز  ترينکوت  په مربوطاتو کې پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول  .
دننګرهار  ولايت دخوږياڼيو او سره رود په ولسواليو کې  دپنځو تنو داعشيانو په ګډون دولس تنه  ډار اچوونکي وژل شوي او دنشه يي توکو دوه کارخانې ويجاړې او دوه تنه  داعشيان له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي .
دهلمند ولايت  په نادعلي  ولسوالۍ کې  اووه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي او ددښمن دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي .
دغه راز دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې ددغو عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه  نور  ټپيان شوي دي  دپکتيکا ولايت دخوشامند په ولسوالۍ کې  درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ددښمن يوه اندازه وسله اومهمات اواته موټرونه ترلاسه شوي دي او دغه راز دميدان وردګو  ولايت په  سيد اباد ولسوالۍ کې يو ډاراچوونکي وژل شوى دى .
دغه راز په تيرو څلور ويشتوساعتو کې دهېواد په شپږو  ولايتونوکې لس پلان  شوي چاڼيز عمليات او ديارلس خاص عمليات ترسره شوي دي او دهوايي پوځ الوتکودملي اردو دځواکونو په ملاتړ  څلور اويا الوتنې  ترسره  کړي دي او ددښمن په ځالو ځپنده  ګوزارونه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته