امنیت

په روزګان کې دشپږو وسله والو طالبانو وژل کېدل .

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
په روزګان کې  په هوايي بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول .
  په دغو طالبانو تېره شپه  ترينکوت ښار ته څېرمه ددوى په پټنځي کې بريد وشو
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې طالبان دډار اچوونکو برېدونو په پلان جوړولوبوخت و  چې برېدونه پرې وشول
  هغه  په دې هوايي بريد کې دشپږو وسله والو طالبانو  وژل کېدل  تاييد کړل
په يوبل خبر کې ويل  شوي دي چې دروزګان پوليسو نن سهار په ګڼ مېشتو لارو کې دلسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کېدو مخه ونيوله .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته