امنیت

دعامه نظم دوه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
د لوګرولايت په ازرې ولسوالۍ کې پرون په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله  دعامه نظيم دقطعې دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نور يې  ټپيان شول.
دلوګرولايت   دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباخترآژانس خبريال ته وويل :
پرون له غرمې وروسته ددريو بجو په شاوخوا  کې  دعامه نظم دپوليسو دسپرلۍ موټر دازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دامنيتي دندو په بهېرکې  په واټ  کې  دوسله والوطالبانوله خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نور يې  سخت ټپيان شول.
ده څرګنده  ګړه :  چې ددغې چاودنې له امله دپوليسو دسپرلۍ موټر هم ويجاړ  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته