سیاست

جمهوررئیس غني: زموږ موخه د قانون حاکمیت له لارې تلپاتې ثبات دی

کابل باختر د مرغومي نولسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي پولیسو اکاډمۍ د لسمې دورې د فراغت په مراسمو کې چې د کورنیو چارو وزارت په تالار کې پرځاى شوي وو، ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس په دې مراسمو کې د یادې اکاډمۍ فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: تاسې د افغانستان رښتیني بچیان، د هېواد د راتلونکي مسوول او خاوندان یاست. هر مور، پلار، ماشوم او سپین ږیری باید باوري وي چې تاسې یې ځان او مال ساتئ.
جمهوررئیس له هغو میندو او پلرونو څخه په مننې چې خپل اولادونه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته استوي وویل: تاسې د ملي پولیسو لیکو کې  وطن سره د خپلو والدینو د مینې له برکته راغلي یاست چې دا مینه د هېواد د ابادۍ لامل کېږي.
هغه دې ته په اشارې چې د پولیسو ژبه باید د اساسي قانون ژبه او د هېواد ملي تعهد وي زیاته کړه، ستاسې جمهوررئیس خپل مصئونیت کوم قوم، قبیلې او یا ګوند ته نه سپاري، بلکې د هېواد امنیتي او دفاعي قواوو ته  یې سپاري. زه پر تاسې ټولو باور لرم.
جمهوررئیس غني وویل: تاسې چې د فراغت ډیپلومونه اخلئ او د افغانستان د خدمت ژمنه کوئ، زما له سترګو اوښکې بهېږي چې دا د ویاړ او عزت اوښکې دي.
جمهوررئیس وویل، زموږ ستونزه د پولیسوپه انګېزه کې نه ده، ځکه پولیس د هېواد خدمت ته ژمن دي، ستونزه په هغو جوړښتونوکې ده چې له پخوا څخه وجود لري او زه د کورنیو چارو وزیر د اصلاحي برنامې بشپړ ملاتړ کوم.
محمداشرف غني زیاته کړه، زموږ موخه د قانون د حاکمیت له لارې تلپاتې ثبات دی، ځکه ثبات په هېواد کې د مرمۍ له لارې نه راځي، بلکې پر پولیسو له باوره رامنځته کېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ثبات د قانون په حاکمیت او د اساسي قانون په تطبیق سره رامنځته کېږي او اصلاحات سلیقوي نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې لپاره دي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل: زموږ تعهد دا دی چې زموږ امنیتي او دفاعي قواوې یوازې د قوا د استعمال مرجع وي. هغه زیاته کړه، د هېواد هوايي ځواک درې برابره کېږي او زموږ  کمانډو ځواکونه دوه برابره شوي دي او دا کار د دې زمینه برابروي، ترڅو د پولیسو تمرکز د قانون پر نافذولو وي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوم چې له دې وروسته دې د ځوانو، لوړ رتبه  او عالي افسرانو ټولې ذاتي چارې تعیینات، تبديلۍ، اجراات او ترفیعات د افسرانو د ذاتي چارو قانون مطابق ترسره شي. هغه زیاته کړه: څوک چې په واسطه مقررېږي له سنګره تښتي او چې د پیسو په بدل کې مقرر شوی وي، غلا کوي چې دا حالت خلکو ته د منلو نه دی.
جمهوررئیس همداراز د ملي شورا له غړو وغوښتل چې د افرادو د مقررۍ لپاره دې وزارتونو ته نه ورځي  او که دا کار وکړي، نوثبت او په ټلویزیونونو کې دې خپور شي.
په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم خبرې وکړې وې ویل: د پولیسو ملي اکاډمۍ څخه سږ کال ۴۴۶ تنه فارغ شوي او په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان حضور د فارغینو او د پولیسو ټولو منسوبینو د هڅونې لامل دی.
هغه زیاته کړه، کورنیو چارو وزارت متفاوت لوري ته روان دی او موږ د څلور کلنې ستراتیژۍ جامع تدوین پیل کړی او تر راتلونکې یوې اونۍ پورې یې جمهوررئیس ته وړاندې کوو.
د کورنیو چارو وزیر وویل، یاده ستراتیژي په دوو اساسي محورونو کې طرحه شوې چې د پولیسو انکشاف او په کورنیو چارو وزارت کې ساختاري اصلاحات او نظام جوړونه ده.
ویس احمد برمک دې ته په اشارې چې کورنیو چارو وزارت هڅه کوي اساسي بنسټ کېښودل شي او دغه وزارت خپلې اصلي دندې ته وروګرځي، ډاډ ورکړ چې پولیس بې پرې دي او د قانون په  چوکاټ کې به خپله دنده مخ ته یوسي.
د کورنیو چارو وزیر په دغه وزارت کې د جنډر پر برابري ټینګار وکړ وې ویل، په دې وروسیتو کې د پاسپورت په ریاست کې د ۴۵ تنو نویو ګومارل شویو کارکوونکو څخه ۱۴ تنه یې ښځینه دي او په دغه وزارت کې به د ښځو لپاره زیات کاري فرصتونه برابر شي.
د کورنیو چارو وزارت پیژندوال پاسوال عبدالجبار پُردلي، د پولیسو اکاډمۍ ۴۴۶ تنو فارغینو ته د دوهم څارن رتبې او یو کال قدم په اړه د کورنیو چارو وزیر امریه ولوست.
شرف الدین د دغې اکاډمۍ د فارغینو په استازیتوب خبرې وکړې او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان له حضور څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، هېواد ته د خدمت کولو او د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ناموس د ساتنې په لار کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي
هغه د ټولو فارغانو په استازیتوب جمهوررئیس او د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دندې به په صداقت، وفادارۍ او له ستومانۍ پرته  ترسره کړي.
په دغو مراسمو کې په فرهنګي چارو کې د جمهوررئیس سلاکار اسدالله غضنفر د یادې اکاډمۍ ممتازو فارغینو هر یو نصیر احمد، عبدالرحیم او فهیم ته د مډالونو د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نویو ممتازو فارغینو ته مډالونه او ډیپلومونه ورکړل.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته