امنیت

دنورستان لپاره دپاکستان داستخباراتومسوول ونيول شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣:
هغه سړى چې په نورستان ولايت کې دپاکستان داستخباراتو دمسوو ل په توګه ياديږي دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
فرهاد چې دچترال اصلي اوسيدونکى دى پرون کله چې  په نورستان کې تروريستي
ډلو او دآى اس آى   جاسوسانو ته يې  پيسې او جنګي وسايل ليږدول   دنورستان په پوله کې دسيمه ييزو پوليسو له خوا نيول شوى دى.
دغه سړى  په ابتدايي تحقيقاتو کې  اعتراف کړى دى  چې دآى اس  آى له خوا  دافغانستان په نورستان ولايت کې دجاسوسي فعاليتونو او تروريستي ډلو ته  دمرستو درسولو په خاطر  ګومارل شو و  .
دنورستان ولايت  دکامديش ولسوالۍ  امنيه قوماندان بريالي باخترآژانس ته وويل
دآى اس آى دسازمان  دغه افسر  په نورستان کې ددغه سازمان جاسوسانو او تروريستي ډلو ته دپيسو  او دجنګي وسايلو  په ليږدولو بوخت و  چې له پاکستان سره  ددغې ولسوالۍ  په پوله کې ونيول شو.
په نورستان کې دپاکستان داستخباراتو دسازمان مسوول  افغان امنيتي ځواکونو ته اعتراف کړى دى چې دى  زيات کلونه کيږي  چې آى اس آى ته  په جاسوسي او دتروريستي ډلو   دفعاليتونو په سمون بوخت دى .
دکامديش ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي  دآى اس  آى  دغه افسر دوي ته ويلي دي  چې تراوسه پورې  سل تنه يې په نورستان کې  د پيسو په واسطه   د پاکستان لپاره   جاسوسي ته يې اړ کړي دي .
ده دغه راز وويل  :  چې په نورستان کې يې دتروريستي ډلو  دبريدونو  اودمالي امکاناتو دبرابرولو مسوولت په غاړه درلود.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې  څوک په نورستان کې  پاکستان ته جاسوسي کوي  او دآى اس آى  له دغه  افسر سره  يې نږدې اړيکې درلودې .
په نورستان کې يوبل سيمه ييز مسوول وايي  چې دآى اس آى دغه افسر په نورستان کې  ددغه سازمان غړو ته  د پيسو دليږدولو په  حال کي ونيول شو.
د نورستان سيمه ييزمسوولين هيله لري  چې له دغه سړي څخه  دتحقيق له لارې د هغو کسانو هويت چې په دغه ولايت کې د  پاکستان  لپاره جاسوسي کوي  معلوم شي  .
په همدي حال کې  دنورستان والي تميم نورستاني هم له باخترآژانس ته په اړيکه  
دپاکستان د استخباراتو  د دغه  افسر نيول  تائيدکړ او  ويې ويل چې له  ده  څخه
تحقيقات پيل شوي دي.
مخکې هم دنورستان  سيمه ييزو مسوولينو څوځلې  له تروريستي ډلو څخه  دپاکستان داستخباراتو په سازمان  دملاتړ تورلګولى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته