مهترلام/ باختر/ د زمري ١٨مه
درې وسله وال طالبان پرون په لغمان کې ووژل شول او څو کلي هم د دوى له شتون څخه پاک شول.
د لغمان د امنيې قوماندانۍ وياند نويد سلطاني باختر آژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي منسوبانو په عملياتو کې د لغمان د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې څلورنورطالبان ټپيان شول اويو بل طالب ونيول شو.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ