کابل/ د کب ١٩ مه / باختر
د باميانود یکاولنګ ولسوالۍ امنيتي منسوبانو پرون په بکک غاښي کې ايسار مسافرین وژغورل.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره خبر ورکړ، څه د پاسه درې سوه مسافرین چې د يکاولنګ ولسوالۍ په بکک غاښي کې د سختې واورې له امله ايسار پاتې وو، امنیتي منسوبانو وژغورل.
د بکک غاښی د باميانو او غور ترمنځ پوله ده، چې د چهارشنبې په مازيګر د واورې اورښت له امله په کې مسافرین ايسار پاتې وو.
\ ذ