امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د افغان امنيتي ځواکونو  د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
افغان امنيتي ځواکونوپه تېرو څلرويشت ساعتوکې د ميدان وردګو، غزني ، خوست  او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، يوولس ميله ډول ډول وسله، دسپکو وسلو يوپنځوس صندوقه ګولۍ او نور جنګي وسايل او د وسايطو ضد پنځه ماينونه هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې:    د ارزګان ولايت د پوليسو منسوبينو د وسايطو ضديو ماين او درې کلاشينکوفونه د ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې د امنيتي د ندو په بهيرکې کشف او ترلاسه کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته