روغتیا

په سمنګانو کې په نشه يي توکو دلسګونو تنو روږدو کسانو تداوي شوې ده .

کابل باختر دوږي لومړي :
په سمنګانو ولايت کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې دروغتون مسوول وايي دتيرو څلوروکلونوپه بهيرکې  په نشه يي توکو نهه سوه تنه روږدي  کسان په دغه  روغتون کې تداوي شوي دي .
دسمنګانو ولايت په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې دشل بستريز روغتون مسوول ډاکتر محمد جاويد احمدي وايي په دې روغتون کې له تيرو څلورو کلونوراپديخوا په نشه يي توکو دروږدو کسانو په درملنې سربيره ددغه ولايت زرګونو تنو اوسيدونکو ته دنشه يي توکو دزيانونوپه باب هم معلومات ورکړى دى.
ده وويل: په دې مرکز کې د نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې وخت يوه  نيمه  مياشت ده چې په همدې موده کې په درملنې سربيره خواړه دخوب ځاى ، دليک لوست دزده کړې  او دديني زده کړو  او فرصتونه  هم روږدو کسانو ته برابر دي.
  په سمنګانوکې دوړاندې شويو شميرنو له مخې، دسمنګانو په ولايت کې په نشه يي توکو څه ناڅه دوه زره تنه روږدي کسان شته او ګاونډيو هيوادونو ته مهاجرت ، وزګارتيا ، بې وزلي او خپلو بچيانو ته دميندو او پلرونو نه پاملرنه په نشه يي توکو دروږديتوب عوامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته