اقتصاد

د مالیې وزارت د خپلو کارکوونکو لپاره د کار پر مهال د مسلکي ماسټرۍ د ډیپلوم اخیستلو زمینه برابروي

کابل-باختردسلواغي ١٢:
د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال پرون د ملګرو ملتونو د روزنې او څیړنې له انستیتیوت(UNITAR) سره د سویس په پلازمینه جینوا کې يو تفاهم ليک لاسلیک کړ.
د دې ليک له مخې: به د مالیې وزارت او یونیتار په ګډه د مالیې وزارت کارکوونکو لپاره د کار پر مهال  د مسلکي ماسټرۍ د ډیپلوم اخیستلو یو پروګرام پلی کوي. په دې پروګرام کې هغه څوک ګډون کولای شي چې د یونیټار له لرې واټن څخه د زده کړو له پروګرام ، میتودولوژیو او د جینوا اکاډمیک انستیتوت له مادو او مشارکتونو سره بلد وي.
د مالیې وزارت د پراختیا او عامو مالي چارو په  اړه په لوړه کچه د زده کړو اړتیاوې معلومې کړي دي.
د جینوا پوهنتون د فراغت انستیتیوت ددې له پاره غوره شوی چې له یونیټار سره په ګډه د پراختیایي پالیسیو په برخه کې د عملي ماسترۍ ډیپلومونه ویشي. د مسلکي ماسټرۍ عملي ډیپلوم دولس کورسونه لري چې د دولسو میاشتو په موده کې به په درو برخو کې ترسره شي ترڅو په لوړه کچه د عملي ماسټرۍ ډیپلوم ترلاسه شي. د دغه پروګرام تمویل د مالیې وزارت له خوا کېږي.
د افغانستان د مالیې وزير ډاکټرعمر زاخیلوال د تفاهم ليک د لاسلیک کولو پرمهال وویل: «یونیتار د پراختیا او عامو مالي چارو په روزنه کې ډیره تجربه او یو ځانګړی شهرت لري. د مالیې وزارت خوښ دی چې د عامه مالي چارو د تنظیم په برخه کې د جینوا پوهنتون ته د ۲۰ کسانو د لیږلو تړون کوي ترڅو دوی هلته نظریاتي پوهه او عملي مهارتونه ترلاسه کړي.
زموږ پر کارکوونکو باندې دغه پانګونه کولای شي چې د افغانستان عامه مالي چارې په لوړ معیار او پوره شفافیت اداره کړى شي.
د مالیې وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال په جینوا کې د ملګرو ملتونو د یونیتار له اجرایوي رئیس سره وکتل او په دوه اړخیزو ګټو یې خبرې وکړې.
زاخیلوال د جینوا د فراغت انستیتیوت هم وکوت او د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه یې معلوماتي لیکچر ورکړ.
ده همدا راز په جینوا کې د ملګروملتونو د دفتر په بلنه د جنګ څخه وروسته د افغانستان په بیارغاونې او د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په حالاتو رڼا واچوله او د برخه والو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته