ورزش

دانصاري دفوټبال ټيم اتل شو .

-کابل باختر د وږي  اتمه :
  په هرات ولايت کې  دانصاري دفوټبال  ټيم دديارلس  کلنو تنکيو ځوانانو په سياليو کې اتل شو .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال  ضيا الحق ضيا دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دديارلسو کلنو تنکيو ځوانانو دسياليو وروستى پړاو پرون مازيګر  دانصاري او دباختر دټيمونو ترمنځ  ترسره شو او تر پاى  پورې هيڅ يو ټيم ونه کړاى شول کوم ګول ترسره کړي خو دپنالتي  په ګوزارونو سره  ددريو په وړاندې په څلورو سره لوبه دانصاري ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم ددغوسياليو اتل شو او دباختر ټيم دويم مقام وګاټه .
ديادونې وړ ده چې دديارلس کلنو  تنکيو ځوانانو دفوټبال  سيالۍ دڅليرويشتو ټيمونو په ګډون په هرات  ولايت کې پيل شوې  وې چې پرون پاى ته ورسيدې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته