فرهنګ

دفرهنګي او سياسي شخصيت دمولانا خال محمد خسته دمړينې دڅلويښتم تلين د سيمينار په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام.

کابل –باختر دتلې دمياشتې ١٧
دفرهنګي او سياسي شخصيت دمولانا خال محمد خسته دمړينې دڅلويښتم تلين د سيمينار په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام.
په تيره پيړۍ کې زموږ  دهيواد په فرهنګي برخه کې داسې شخصيتونو  تبارز  وکړ چې هم شاعر، ليکوال او څيړونکى و او هم ژوند يې له سياست او ټولنې سره يوځاى  شوى و په دواړو ساحو کې ښه  وځليدل او له ځان څخه يې ښې کارنامې پريښودې.
ارواښاد مولانا خال محمدخسته په  تيره پيړۍ کې زموږ دهيواد له دغه شان شخصتونو څخه و ، د قد وړ فرهنګي او ټولنيز خدمتونه يې ترسره کړل او له ځان څخه يې داستفادې وړ آثار په يادګار پريښودل.
دهيواد داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه بايد مننه وکړو  چې د دغه شان فرهيخته شخصيتونو ياد  تازه  ساتي .
هيله لرم ستاسو نننۍ سيمينار دمولانا خال محمد خسته دشخصيت بيلابيل اړخونه  له پخوا زيات روښانه  کړي او هيواد ځوان نسل د ده  دسياسي ، ټولنيزو
او فرهنګي آثارو او کړو وړو  څخه خبر کړي .
دلوي خداى (ج) له در بار څخه ستاسو دسيمينار د برياليتوب هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته