نړۍ

په اندونیزیا کې د پخواني انسان د هډوکو پاتي شوني وموندل شول

جاکارتا – پوست/ باختر/ د چنګاښ ۱۷ مه
په اندونیزیا کې د ۱،۸ ملیونو کلونو پخواني انسان د هډوکو پاتي شوني وموندل شول.
جاکارتا – پوست ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اندونیزیا لرغون پوهانو د یو داسې پخواني انسان د هډوکو پاتي شوني موندلی دي، چې ۱،۸ ميلیونه کاله پخوا یې په اندونیزیا کې ژوند کاوه.
لرغون پوهانو ویلي دي: د انسان د هډوکو دغه پاتي شوني تر هغو پاتي شونو چې مخکې موندل شوي وو، ٣٠٠ زره کاله پخوانی دي.
تر دغو نویو علمي موندنو پورې پوهانو فکر کاوه چې د انسان د هډوکو تر ټولو لرغوني پاتي شوني د هغه انسان دي چې یو نیم ميلیون کاله پخوا یې په اندونیزیا کې ژوند کاوه. د اندونیزیایی لرغون پوهانو دا نوې موندنې د نړۍ د پوهانو د پام وړ ګرځېدلي دي. پای/ ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته