امنیت

دپوليسو پنځه سوه تنو ځوانو افسرانو په ترکيه کې زد ه کړې وکړې

کابل باختر د ليندي دولسمه :
دکورنيو چارو وزارت ستر معين د ملي پوليسو د پنځه سوه تنو ځوانو افسرانو فراغت چې په ترکيه کې يې زده کړې کړې دي؛ دهيواد دملي پوليسو دمسلکي کيدو په لاره کې يومهم ګام وباله .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دکورنيو چارو وزارت سترامنيتي معين، ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي چې د ملي پوليسو د پنځه سوه تنو ځوانو افسرانو د دريمې دورې فراغت په مراسموکې دګډون په مقصد ترکيې ته تللى و؛ په ترکيه کې دپوليسو دځوانو افسرانو د روزنې دبهير د تمويلولو لپاره د جاپان دمرستو او دغو افسرانو ته دمسلکي زده کړې د زمينې په برابرولوکې دترکيې د دولت دهمکارۍ له امله د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې دترکيې له يوه معتبر روزنيز مرکزڅخه دهيواد دملي پوليسو د ځوانو افسرانو د دريمې دورې دفراعت له امله مبارکي وويله اوڅرګنده يې کړه چې ددغو افسرانو فراغت د پوليسو دځواکونو دمسلکي ظرفيت په لوړولو کې مهم رول لوبوي.
د يادونې وړ ده چې مخکې له دې هم دافغانستان دملي پوليسو زرو تنو ځوانو افسرانو په دوو شپږ مياشتنيو روزنيزو دوروکې دترکيې د سيواس د پوليسو له اکاډمى څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
دغه روزنيز مرکز ته د ملي پوليسو د ځوانو افسرانو د استولو بهيربه په راتلوونکي کې هم دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته